ایکنا-( پاراچنار) د پاکستان د مجلس وحدت مسلمین دخیبرپختواه صوبې عمومی منشي شبیر حسین ساجدي پرون د یوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلي دي،په کورمې کې زیاتره شخړې د مځکو په سر راپورته کیږي، چې له بده مرغه ځاي او صوبائي حکومتونه ددغو شخړو د حل لپاره هیڅ جدي ګامونه نه پورته کوي چې دا چاره د دوو قبیلو ترمینځ دشخړې او نښتې لامل کیږي او ورپسې همدغه ځینی حکومتي کړئ دغې شخړې ته مذهبی رنګ ورکوي او معامله د شیعه او سني جنګ شکل ا ختیار کوي چې هیڅکله هم په اصل کې داسې کومه خبره نه وي.
د خبر لمبر: 3487601 خپرونې تاریخ : 2023/07/09